د نیمروز له والي سره لیدنه!

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۱۵:۷
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي او ملګري پلاوي يې نن دو شنبه د روان کال د جوزا د میاشتې په ۱۰مه نېټه ددغه ولایت له والي ښاغلی زمریالي (احدي) سره وکتل.

په دې کتنه کې، لومړۍ ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي نیمروز ولایت ته د خپل کاري سفر د موخو په اړه معلومات شریک کړل وی ویل: وزارت په پام کې لري چې په نږدې راتلونکې کې په دغه ولایت کې د سولې او نظام د ملاتړ په اړه د نیمروز ولایت د ولسونو په ګډون یوه پراخه غونډه جوړه کړي, چې ستاسو همکاري پکې اړینه ده.

ورپسې ښاغلي احدي د سرحدنو او قبایلو چارو وزارت دا کار پر ځای اقدام وباله او ښاغلي احمدزي او ملګري پلاوي ته یې په دې برخه کې د هر ډول مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

BACK TO NEWS

User account menu