د نورستان په ولايت کې د ۹۱ کلونو پخوانۍ شخړه حل او دښمني په سوله بدله شوه

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۹:۲۷
mobta

 د سرحدونو٫ قومونو او قبایلو چارو وزارت د رهبري او نورستان ولايت د ولايتي مسؤلينو د پرلپسې هڅو او ځايي خلکو په همکاري ددې ولايت کامديش او کوشتوز سيمو د اوسيدونکو تر منځ د اوبو او ځمکو پر سر د رامنځته شوې دښمنۍ چي سلګونه کسان پکې وژل شوي وو، په سوله او دوستۍ بدله شوه. ددغې ۹۱ کلنې خونړۍ دښمنۍ د ختمولو د پريکړې د اعلانولو په موخه نن د نورستان ولايت په مرکز کې ستره ولسي غونډه رابلل شوې وه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري او ورسره مل لوړ رتبه پلاوي پکې ګډون کړی وو.

mobta

د منازعې د حل په موخه د ټاکل شوې جرګې مشر ملک سليمان، د نورستان ولايت والي مولوي محمد اغا حکيم او ځينو نورو ويناوالو د صلحې او يووالي پر ارزښت ويناوې وکړې. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا نورالله نوري هم غونډې ته وينا وکړه، د ولسونو تر منځ د شخړو او لانجو حلول يې د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه ياد کړل او د نورستان له غيور ولس او د والي صاحب په شمول له ولايتي مسوولينو څخه يې ددې سترې دښمنۍ په دوستۍ بدلولو او شخړې هوارولو کې د همکاريو مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۰
Background image

د کابل په شکر دره ولسوالۍ کې له ولسونو سره غونډه

دوشنبه/۱۴/ جمادی‌الاولی  ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د یوه پلاوي په مشري د کابل په شکر دره ولسوالۍ کې (د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شريعت د نفاذ او همغږۍ) په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۵۲
Background image

په بامیانو او بلخ ولایت کې د دریو بېلابېلو شخړو پخلاینه

دوشنبه/۱۴/ جمادی‌الاولی ۱۴۴۸

د بامیانو ولایت د مرکز اړوند لاله‌ خېلو په کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه، چې درې کاله وړاندې رامنځته شوې وه، تېره ورځ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۱۰
Background image

په ارزګان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې دښمني پای ته ورسېده

یکشنبه ۱۳ جمادی الاول ۱۴۴۸

د ارزګان ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې دښمني د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د مسؤلینو ځایي دیني علماوو او قومي. . .

BACK TO NEWS

User account menu