د ننګرهار ولايت په دوو بېلابيلو ولسواليو کې را منځته شوې شخړې په دوستۍ بدلې شوې

khoram_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۸:۴۸
شخړه

د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو په مشرۍ د ځايي قومي مشرانو او ديني علماوو په همکارۍ د ياد ولايت په دره نور، او بهسودو ولسوالۍ په ثمر خيلو کلي کې د يو شمير کورنيو تر منځ اوږد مهاله منازعې چې له طرفينو پکې دوه کسه زخميان شوي وو حل او په دوستۍ بدلې شوې.

په همدې مناسبت په دوه بېلابيلو ناستو کې ځايي ديني علماوو او د ياد رياست مسؤلينو د شخړو د ناوړه عواقبو او د پخلاينې د ارزښت په اړه خبرې وکړې ويې ويل چې شخړې په ټولنه کې د بد مرغيو لامل ګرځي نو موږ ته پکار ده چې د شخړو د رامنځته کېدو په صورت کې له زغم او صبر څخه کار واخلو او په حل کولو کې يې له مسؤلو مراجعو څخه د همکاۍ غوښتنه وکړو چې ښه مثال يې د ننيوو شخړو حل ده، په پاي کې د مسؤلينو او مشرانو له خبرو وروسته يادې دوه  منازعې حل او ښکېلې کورنۍ سره پخلا شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu