د میدان وردګو ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره ناسته!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۹:۴۰
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د میدان وردګو ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو مشرانو د یاد ولایت د امنیت ټینګښټ، پوهنې، د دوی په سیمو کې د پراختیایي پروژو د تطبیق او ورته نورو برخو کې خپلې یو لړ ستونزې او غوښتنې د وزارت له مشرتابه سره د حل په موخه شریکې کړې.

mobta

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د راغلو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې او د ګران هېواد د دفاع او د نظام د پایښت په برخه کې د یاد ولایت د ولسونو مېړانه وستایله، ژمنه یې وکړه چې ستونزې او غوښتنې به یې له اړوندو ادارو سره د حل په موخه شریکې کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۳:۵۸
Background image

په لوګر ولايت کې ۶ کلنه دښمني پای ته ورسېده

 

يکشنبه ۱۴۴۶/۵/۲۲

د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د کورني تاوتريخوالي له امله د دوو کورنيو ترمنځ هغه شپږ کلنه شخړه، چې دواړو خواوو ته يې ژورې ستونزې پيدا کړې وې د سرحدونو، قومونو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۱۴
Background image

په بلخ  ولايت کې ۱۲ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

 

یکشنبه ۱۴۴۶/۵/٢٢

د بلخ ولايت دولت آباد ولسوالۍ په تلي ګک سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ ۱۲ کلنه اوږده شخړه په داسې مهال پای ته ورسېده، چې د يوې جوړې شوې غونډې پرمهال پکې د دغه ولايت د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۸:۱۷
Background image

د بغلان ولایت له قومي مشرانو او عالمانو سره کتنه

پنجشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۹

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن مخکې له غرمې د بغلان ولایت له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دغې کتنې. . .

BACK TO NEWS