د ميدان وردګو ولايت په بهسود ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه هواره شوه!

khoram2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۹:۰
شخړې

چهار شنبه ۱۴/۶/۱۴۰۳

هغه شخړه چې د ميدان وردګ ولايت بهسود ولسوالۍ په لټه بند سيمه کې د د وو قومونو ترمنځ د زراعت او مالدارۍ له وجې راپورته شوې وه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د آمر په مشرۍ، د شخړو د حل کمېسون، قومي مشرانو، ولسي وګړو، متنفذينو او د ا.ا.ا د ځينو مسؤلينو په ګډو همکاريو حل شوه. د دغه روغې جوړې پر مهال لومړی له دواړو لوريو سره خبرې او مرکې وشوې او بيا ترې ګډ هيئت اختيار ليکونه واخيستل، چې مسؤلينو پکې د عدل فيصله وکړه او ښکېل اړخونه يې سره غاړه غړۍ کړل. دوی د جرګې له غړو سره ژمنه وکړه چې په آينده کې به يو بل ته هيڅ ستونزې او مشکلات نه جوړوي او ارام ژوند به تيروي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu