د ميدان وردګو او باميانو ولايتونو د کوچي قومونو او ځايي اوسيدونکو تر منځ د شخړو د هواري په موخه رسمي سفر
۱۴۴۳/۱۱/۵ شنبه
د کوچيانو او هزاره جات ځايي اوسيدونکو تر منځ د ځينو ستونزو او منازعاتو د حل او د ساحې د بررسي په موخه د رياست الوزراء په لارښوونه د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست ملا نورالله نوري تر مشري لاندي پنځه کسيز لوړ رتبه هيئت چي لوی څارنوال مولوي شمس الدين شريعتي، د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوي نور جلال، د کرهڼې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت معين مولوي فضل الباري فضلي او د استخباراتو لوی رياست مرستيال حاجي نجيب يې غړيتوب درلود تشکيل شو.
ياد هيئت پرون د جمعې په ورځ د ميدان وردګو ولايت ته سفر وکړ او د ولايت په مقام کي يې د يوې غونډې په ترڅ کې چي د کوچيانو او ځايي هزاره ګانو نماينده ګانو او د بهسودو ځايي اوسيدونکو او کوچي مشرانو هم پکي ګډون درلود وکتل.
کوچي مشرانو د څړ ځايونو او ځيني شخصي جايدادونو پر سر د ستونزو يادونه وکړه او همدا راز د ځايي خلکو عمده ستونزې هم واوريدل شوې.
ددې ولايت والي مولوي امين جان صاحب راغلي هيئت ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه ددې ستونزو د حل په موخه يې ډير ځله جلسې نيولې او په پايله کي يې د کوچي او ځايي اوسيدونکو مشترک شل کسيزه کميسون چي مشري يې هزاره توکمی( بلخابي) کوي تشکيل شوی چي په ياده سيمه کي د ستونزو او منازعاتو د حل کولو لپاره کار کوي.
په وينا يې چي د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کي ډيرې ستونزې ددې کميسيون له لوري څيړل شوې او مناسب حل ورته لټول شوی دی.
ځايي خلکو د کميسيون کارونه اغيزمن او ګټور وبلل او د اسلامي امارت د مشرانو څخه يې مننه وکړه چي په لوړه سطحه يې ددوئ ستونزو ته پاملرنه کړې.
د ياد هيئت مشر محترم نوري صاحب ګډونوالو ته هر اړخيزه وينا وکړه، خلګ يې اتحاد او يووالي ته راوبلل او د اسلامي امارت له لوري يې ډاډ ورکړ چي ددوئ حقوق به حفظ او ستونزو ته به يې رسيدګي کوي.
لوی څارنوال ښاغلي شريعتي ګډونوالو ته ګټورې توصيې وړاندې کړې نوموړي د سېمې خلکو ته وويل: اسلامي امارت د افغانستان د هر تبعه د حقوقو ساتنه خپله وجيبه بولي او ټولنيز عدالت د اسلامي نظام اساسي اصل دی.
د استخباراتو د لوی رياست مرستيال ښاغلي حاجي نجيب راغلو مشرانو ته په وينا کي وويل: خلک پر نظام او نظام پر خلګو حقوق لري، اسلامي امارت د خلګو د امنيت او ټولو حقوقو ساتنه کوي، خلک به هم په هره برخه کي د نظام همکاري کوي.
د ياد هيئت په توسط د ټولو ځايي او کوچي مشرانو تر منځ هر اړخيزه مفاهمه رامنځته شوه او په راتلونکي کي هم د جوړجاړي او خبرو له لارې د ستونزو پر هواري ټينګار وشو.
غونډه په دعا سره پاي ته ورسيده.