د قبايلي سيمو له سلګونه زده کوونکو او محصلينو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

taqi2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۴۹
د قبايلي سيمو له سلګونه زده کوونکو او محصلينو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

 

شنبه ۲۷ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد له يو شمېر قبايلي سيمو د زده کوونکو او فارغانو څخه د کابل ،ننګرهار، کندهار او خوست شيخ زاهد پوهنتون ځينو پوهنځيو ته د جذب په موخه د کانکور ازموینه تېره ورځ د  کابل په پوهنتون کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د لوړ رتبه هيئت په حضور کې واخېستل شوه.

 په دغه ازموینه کې ګډونوالو د خپلې خوښې  بېلابېلو پوهنځيو ته د جذب په موخه برخه اخیستې وه، چې د خپل استعداد او ترلاسه کېدونکو نمرو په اساس به د هېواد معتبرو پوهنتونونو ته لار پيدا کړي، چې پکې به د طب، انجنیري، کمپیوتر ساینس، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کرنې پوهنځیو ته بریالي ور وپېژندل شي، د دغه ازموينې پایلې به د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د وزارت له ویب پاڼې او نورو رسمي ادرسونو څخه نشر شي. 

د یادونې وړ ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت همېشنۍ هڅه او کوښښ همدا دی، چې د ډيورنډ فرضي کرښې سربېره د هېواد د لرې پرتو او سرحدي سیمو زده کوونکو ته د زده کړي سالم چاپیریال رامنځته کړي او د خپلو ښوونیزو مرکزونو له لوري د دوی په سالمه ښوونه او روزنه کې د هېواد جوړونې ونډه ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu