د غزني ولايت په مرکز کې يوه لويه شخړه حل او په لوګر کې هم دوه خېلونو له دښمنۍ لاس واخيست

khoram2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۵:۳۳
شخړې

دوشنبه ۲۰/۳/۱۴۴۶

د غزني ولايت په مرکز کې د دوو قومونو تر منځ د کرکيلې (زراعت) پر سر هغه شخړه هواره شوه، چې له یوه لوري پکې يو کس وژل شوی وو او ترمنځ يې د دښمنۍ لويې او ژورې ناندرۍ روانې وې.

د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو په هلو ځلو، د ځايي قومي مشرانو، علماوو او ا.ا.ا د ځينو منسوبينو په شريکو همکاريو ياده شخړه هواره شوه او ښکېل اړخونه يې سولې ته راوبلل. شخړه کوونکو کورنيو په خپله روغه جوړه خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې په آينده کې به بيا داسې جنجالونه نه تکراروي.

همدا راز د لوګر ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد عالم (رهبر) په مشرۍ ، د سيمه ییزو مشرانو، قومي سپين ږيرو، علماوو او ا.ا.ا د مشرانو په هڅو په ياد ولايت کې د دوو خېلونو ترمنځ هغه شخړه حل شوه چې دوه تنه پکې ټپيان شوي وو او تر شا يې لويې قومې ستونزې پريښې وې. دغه ستونزه چې درې مياستې وړاندې په ياد ولايت کې پيښه شوې وه د يوې جرګې په ترڅ کې په داسې حال کې هواره شوه، چې مسؤلينو ښکېلو خواوو ته په سوله، اخوت، اتفاق، او ورور ولۍ ټينګار وکړ، هغوی يې يووالي ته راوبلل او د دښمنۍ په بدو عواقبو يې وپوهول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu