د عبد الرحمان بابا عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیستل شوه
شنبه ۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸
تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند عبدالرحمان بابا عالي لېسه کې د یادې لېسې د آمر او مسؤلينو له لوري د سیرت النبي ازموینه واخیستل شوه.
په دغه ازموینه کې د ليسې هغو ګڼ شمير استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی وو، چې د نبي کریم ﷺ د صورت او سیرت په تړاو ورته د ځانګړي کتاب تدريس او درس ورکول شوی و.
د یادې ازموینې پرمهال د ليسې آمر مولوي سمیع الله حقاني ګډونوالو ته د نبوي اخلاقو پر ارزښت او مقام رڼا واچوله او زیاته یې کړه، څوک چې د نبي کریم ﷺ په صورت او سيرت ځان او کورنۍ سمبال کړي نو هيڅکله به ناکام نه شي. نوموړي ياده کړه، چې په ازموینه کې د لوړو نمرو اخیستونکي استادانو او ادارې کارکوونکو به په ځينو ډاليو ونازوي
