د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له رییس شمیم خان کټوازي سره لیدنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۱۰:۲۴
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزېر ښاغلي محب الله صمیم د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له رییس شمیم خان کټوازي سره ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو په هېواد کې دمېشتو قومونو ترمنځ د یووالي، د نظام په ملاتړ کې د قومي مشرانو د رول او دغه راز له قومي مشرانو سره د ولایتونو دوامداره اړیکو پر ټینګښت، سرحدي مېشتو ولسوالیو اوسېدونکو ته د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو، سولې او له نظام څخه د ولسونو پر ملاتړ خبرې وکړې.

دغه راز مو سرحد مېشتو هېوادوالو ته د دولت له شته برنامو څخه د عامه پوهاوي پروګرامونو پر جوړېدو او په دې برخو کې په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu