د سرحدي پلټنو مرستیال د بدخشان د اشکاشم ولسوالي له سرحدي منسوبينو سره وکتل

haqani_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۱:۴۵
د سرحدي پلټنو مرستیال د بدخشان د اشکاشم ولسوالي له سرحدي منسوبينو سره وکتل

 

شنبه ۱۴ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت ‌الله شجاع بدخشان ولايت ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولايت د مرستيال والي، امنيه قمندان او د کنډک له مسؤلينو سره د سرحدي سيمو پر ضيت او د خلکو پر مشکلاتو ناسته وکړه.

ښاغلی شجاع له دې ناستي څو ساعته ورسته له مل پلاوي سره يوځای د ياد ولايت اشکاشم ولسوالي ته ولاړ او هلته يې د ولسوالي له مسؤلينو سره ترکتنې وروسته له سرحدي سيمو په داسې حال کې لېدنه ترسره کړه، چې د امنيه قمندان، کمېسارۍ استازو او سرحدي ځواکونو حضور درلود.
 
نوموړي د سرحدي چارو د تنظیم او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې. ښاغلي شجاع همداراز د سرحدي سیمو وضعیت و ارزاوه او د سرحدي منسوبينو د فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ يې ستونزو ته د رسېدنې په موخه د لازمو اقداماتو پرپلي کولو ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۶
Background image

په ولسوالیو کې د اسلامي شریعت د تطبیق او ولسي همغږي په موخه د عامه غونډو  روانه لړۍ

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خپلو ولایتي او محلي ادارو په همکاري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسوالیو په کچه د اسلامي شریعت د تطبیق، ولسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۹:۵۵
Background image

ننګرهار په خوږياڼو ولسوالي کې د نږدې ۳۸ کالو اوږدمهالې بدي حل

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو په هڅو د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالي کې هغه اوږدمهاله. . .

BACK TO NEWS

User account menu