د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پلاوي د هلمند ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو له ریاست څخه لېدنه وکړه

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۱ - ۲۳:۹
mob

 د پنجشنبې په ورځ (۷/۸/۱۴۴۳) نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت یو با صلاحیته پلاوي د هلمند ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست څخه لېدنه وکړه. په پیل کې د هلمند ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو رییس مولوي عبدالهادي حماد راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او دغه راز يې د هلمند ولایت خانشین او دیشو ولسوالیو ته د خپلو سفرونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل. د راغلي پلاوي مشر مولوي محمد اسماعيل غزنوي د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د مېشتو قومونو د ستونزو اورېدو او د هغوی د ستونزو د حل په خاطر سرحدي ولسواليو ته د مولوي صاحب حماد پر سفر خوښي څرګنده کړه. دغه راز، د وزيرانو شورا له پرېکړې سره سم د هلمند ولايت د سرحدونو او قبايلو چارو له رياست سره د کوچيانو چارو رياست د ادغام په اړه لارښوونې وشوې. ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د داخلي پلټنې رییس مولوي نیاز محمد تقي د هلمند ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د کړنو، د ملکیتونو او نورو شته اجناسو څېړنه او ارزونه وکړه. د يادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د ډيورنډ فرضي کرښې د کليو د اوسېدونکو د امنيت د ټينګښت په موخه د سرحدي لوا او د ولسواليو د امنيې قوماندانیو پر همغږۍ ټینګار او هراړخيزې خبرې وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu