د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د خواشینۍ، غندنې او ډاډګېرنې پیغام!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۱ - ۱۲:۳۲
mobta

د هېواد او خلکو دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام نن سهار په کارته نو سیمه کې د عامه تصدۍ ویاند ضیا ودان په شهادت ورساوه.

انا لله و انا الیه راجعون

د هېواد دښمان باید په دې پوه شي ، چې ددغه شان ظالمانه عملونو په ترسره کولو سره به هیڅکله هم ونکړاې د بیان د آزادۍ پیاوړی غږ خاموش کړي، بلکې دغه شان غږونه به له پخوا زیات اوچت او پیاوړي شي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په داسې حال کې، چې دغه شان ناوړه بریدونه په کلکه غندي، د منان رب له سپېڅلي دربار څخه شهید ته فردوس جنت، کورنۍ، خواخوږو او د ژورنالیزم د کورنۍ ټولو غړو ته د خپل ژور خپګان مراتب وړاندې کوي.

روح دې ښاد وي

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu