د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي د ناصرو قوم په هغه غونډه کې، چې د سولې د روان بهیر او تلپاتې اوربند په موخه د ننګرهار ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو په ریاست کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۹:۲۴
mobta

د غونډې په پیل کې قومي مشرانو او مخورو د سولې او اوربند د ارزښت په اړه خبرې وکړې وې ویل: سوله د افغانانو اساسي اړتیا ده، چې باید ټول افغانان د سولې له نعمت څخه برخمن شي جګړې او ناخوالې د حل لارې نه دي باید د دې پر ځای د سولې د ټینګښت لپاره کار او هڅې وکړو، ترڅو راتلونکي نسل ته یو باثباته افغانستان په میراث کې پرېږدو.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږي معین ښاغلي احمدزي خبرې وکړې او د قومي مشرانو څخه یې مننه وکړه، چې په داسې حساسو شرایطو کې د موجوده نظام ترڅنګ ولاړ دي او د باعزته سولې او تلپاتې اوربند لپاره خپل غږ اوچتوي.

mobta

ښاغلي احمدزي وویل: دا ټولو ته روښانه ده، چې جګړه د حل لاره نه ده او نه له دې لارو خپلو سپېڅلو موخو ته رسېدای شو، که په رښتیا هم د هېواد د ابادۍ او سوکالي غواړو، نو باید سولې ته کار وکړو او روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدو، له تاسو قومي مشرانو او مخورو څخه مو غوښتنه داده، چې د موجوده نظام ملاتړ وکړئ، ترڅو د تېرو ناخوالو تجربه بیا تکرار نه شي او سوله ټينګه شي.

دغه راز ښاغلي احمدزي له طالبانو هم غوښتنه وکړه، چې سولې ته لبیک ووایې او د خپلو هېوادوالو ترڅنګ دې هېواد او خلکو ته د خدمت جوګه شي.

د غونډې په پای کې ګډونوالو یو ځل بیا د خپلو خبرو په ترڅ کې د سولې او اوربند د ټینګښت په پار خپل غږ اوچت کړ.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu