د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن هم د خپلو لیدنو کتنو په دوام د صرافانو اتحاديې او سوادګرۍ خونې له غړو او استازو او د پروان ولایت د پوهنتون له استادانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۹:۱۰
mobta

راغلو استادانو، سوداګرو او مشرانو ښاغلی محب الله صمیم یو ولسي شخصیت وباله، چې د ولسونو له منځ څخه راپورته شوى او د ولسونو په ژبه پوهیږي او هغه ته یې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې وویل: دغه وزارت ولسي وزارت دی، چې دروازې يې تل ستاسو پر مخ پرانیستې دي، موږ به تل ستاسو سلامشورې اورو او په ګډه به پرمخ ځو.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

پنجشير کې د اسلامي شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه غونډه تر سره شوه

سه‌شنبه ۲۹ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د ولايتي غونډو په لړ کې نن د پنجشير ولایت په مرکز کې د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همغږۍ په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۴۶
Background image

بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه هواره شوه

سه‌شنبه ۲۹ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس مولوي سردار محمد محمدي په مشرۍ او د قومي مشرانو په منځګړیتوب، د دوو کورنیو ترمنځ هغه شخړه د خبرو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۴۲
Background image

لغمان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني په سوله او ورور ولۍ بدله شوه

سه‌شنبه ۲۹ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د لغمان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو له لوري د ياد ولايت په الینګار ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۲۵ کلنه دښمني، چې د يو لړ. . .

BACK TO NEWS

User account menu