د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري د بدخشان ولایت له قومي مشرانو سره وکتل

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۲۲:۱۸
mobta

١٤٤٤قمري کال د ربيع الااول١٠مه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن د بدخشان ولایت له دیني عالمانو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او مخورو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې په داسې حال کې ولیدل چې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلی عبدالخالق عابد او مسلکي مرستيال عبدالرحمن حقاني هم حضور درلود. یاده کتنه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، د راغلو مشرانو په استازولي مجیب الرحمن اخندزاده، نور رحمان عطايي، حاجي نعمت الله او غلام محمد خبرې وکړې. دوئ په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند کول د الله جل جلاله ستر نعمت ياد کړ او دغه راز يې د ښاغلي ملا نورالله نوري له هڅو او نوښتونو څخه مننه وکړه، زیاته يې کړه تاسې د قومونو ښه استازولي کوئ، موږ باور لرو چې د اسلامي امارت په اقتصادي او ټولنيزو برخو کې هم ستاسو د هڅو او هاند تمه لرو. يادو مشرانو د يو لړ ځايي ستونزو تر څنگ له سرپرست وزير څخه وغوښتل چې د ورېښمو تجارتي لارې په خلاصولو او د بدخشان ملکي او حوزوي روغتونونو د ظرفيت لوړنې په موخه دې له دوی سره همکاري وکړي. ورپسې ښاغلي الحاج ملا نورالله نوري یادو مشرانو ته د ښه راغلاست او هرکلي وروسته پامير او واخان ته د خپل تاريخي سفر په اړه مقدماتي خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو مې وويل: دا زموږ دنده او مسؤليت دی چې د افغانستان په ټولو ولايتونو او ولسواليو کې د خپلو ولسونو او قومونو ستونزې او غوښتنې واورو؛ تر منځ يې د شخړو د حل کولو او خپلمنځي پخلاينې، د بيارغونې او هر راز اقتصادي او اجتماعي چارو د همغږي کولو دنده سرته ورسوو. همدا راز يې په خپلو خبرو کې بدخشان ولايت د تاریخ په اوږدو کې يو له مهمو او ستراتژيکو ولايتونو څخه ياد کړ او د ورېښمو تاريخي تجارتي لارې د خلاصولو په اړه یې د پوره هڅو او له اړوند ادارو سره د حل په موخه د دې سترې اقتصادي پروژې د شریکولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu