د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو، قبایلي چارو لوړ رتبه پلاوي د بدخشان ولايت له والي سره وکتل!
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو د جرګو قبایلي چارو د همغږي معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، د جرګو رئیس الحاج مولوي اسماعیل غزنوي او ورسره مل پلاوي نن د بدخشان ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او مرستال والي نثار احمد احمدي سره په ولایت مقام کې وکتل.
د بدخشان والي مولوي امان الدین منصور پلاوي ته هرکلی ووایه، او د یاد ولایت په اړه یې پلاوي ته د امنیت او اړوند چارو ډاډ ورکړ، د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت پلان لري چې په همدې ولایت کې یوه لویه ولسي غونډه جوړه کړي، په یاده لیدنه کې د قومونو پر انسجام او د یادې غونډې په اړه خبرې او مشورې وشوې.