د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو، قبایلي چارو د همغږۍ معين او ورسره مل پلاوي د بلخ ولايت له مرستیال والي سره وکتل
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو د جرګو قبایلي چارو د همغږي معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، د جرګو رئیس الحاج مولوي اسماعیل غزنوي د کوچیانو د اسکانو رئیس مولوي محمد نادر سنګین او د سرحدونو ق.ق چارو د وزارت استازي مولوي شمس الرحمن زاهد نن د بلخ ولایت له مرستیال والي ابو ادریس سره په ولایت مقام کې وکتل. د بلخ مرستیال والي ابو ادریس پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، لکه څرنګه د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت په بلخ ولایت کې د یوې لویې ولسي غونډې پلان لاره په همدې مورد یاد پلاوي له مرستیال والي سره په بلخ ولایت کې د راروانې ولسي او قومي غونډې د دائرېدو په اړه خبرې او مشورې وکړې.