د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د شریعت د احکامو او د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو د تشریح په موخه ولسي غونډه وشوه

haqani_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۸:۴۳
د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د شریعت د احکامو او د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو د تشریح په موخه ولسي غونډه وشوه

 

شنبه ۱۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د احکامو د پلي کېدو، د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۱۳) او (۱۷) ګڼو فرمانونو د تشریح او د ولسونو د ستونزو د اورېدلو په موخه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو مسؤلینو، متنفذینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او عامو خلکو په ګډون پراخه ولسي غونډه ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د سیمې قومي مشرانو او دینی عالمانو د امنیت، عدالت او د ولسونو د حقونو پر لا ښه خوندیتوب ټینګار وکړ او ویې ویل، د اسلامي نظام په ټینګښت سره د خلکو د ژوند په بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. دوی غوښتنه وکړه چې په دې ولایت کې د لرې پرتو ولسوالۍ کې د روغتیا، تعلیم، اوبو، مخابراتو او انکشافي چارو برخو ته لا ډېره پاملرنه وشي او د خلکو اقتصادي ستونزو ته د حل لارې ولټول شي.

ورته مهال، د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي رحمت الله جواد او نورو ولایتي مسؤلینو د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د شریعت د احکامو د عملي کېدو په تړاو وویل: د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۱۳) او (۱۷) ګڼو فرمانونو رعایتول د ټولنیز نظم د ټینګښت، د ناسمو رواجونو د مخنیوي او د بېځایه لګښتونو د کمولو لپاره مهم دي. دوی زیاته کړه، د ولسونو ستونزې به په اړوندو ادارو کې تعقیبېږي او د روغتیا، تعلیم او انکشافي چارو په برخو کې د خلکو اړتیاوو ته به پاملرنه کېږي. په پای کې یې له خلکو وغوښتل چې د نظام د ټینګښت، امنیت او عامه خدمتونو د ښه والي په برخه کې له مسؤلینو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۸:۴۱
Background image

د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شول

پنج شنبه ٢٤ جمادی‌الأولی  ۱۴۴۸

د کابل په بادام باغ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په خزاني نندارتون کې د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۸:۳۴
Background image

په سروبي ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

چهارشنبه/۲۳/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږي رئیس مولوي محمد آجان رهبر د یوه پلاوي په مشري د کابل د سروبي ولسوالۍ له قومي مخورو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۳
Background image

د یوه نیکه د لمسیانو او کورنیو ترمنځ یې خونړۍ بدي په دوستي بدله شوه 

سه شنبه/۲۲/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳ کاله وړاندې پېښه شوې بدي، نن د کابل په شکر دره ولسوالۍ کې د یوې ناستې پرمهال حل شوه.

دغه بدي د یوه. . .

BACK TO NEWS

User account menu