د روغتیا او ماینونو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ تر سره شو

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۴ - ۲۰:۶

يکشنبه ١ جمادى الثاني١٤٤٤

په لوګر ولایت کې له جینيوا کال موسیسې سره د سرحدونو، قومونو او قبایلو ریاست د تړون په اساس نن د دغه ولایت د ځایي کوچیانو نارینوو د ماینونو د خطرونو او ښځینه کوچیانو ته د روغتیا په برخه کې د عامه پوهاوي ورکشاپ تر سره شو. په یاد ورکشاپ کې د جینيوا موسیسې کارکوونکو، د لوګر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د کوچیانو د انسجام مدیر او یو شمیر نارینه او ښځینه کوچیانو په دوه بېلابېلو ورکشاپونو کې ګډون کړی وو. دجینيوا موسیسې د ښځینه کارکونکو له لوري یادو ښځینه ګډون والو ته د لومړنیو روغتیایي خدمتونو په اړه معلومات وړاندې شول، چې څنګه کولای شي د اړتیا پر مهال له بلې خور سره لومړنۍ مرستي وکړي. او همدارنگه نارینه کوچیانو ته د ماینونو د خطرونو او ډولونو په اړه معلومات وړاندې شول او له هغوي وغوښتل شول چې خپل کلیوال، نور افراد او ماشومان دې په پوه کړي چې په نامعلومو او خطرناکو لارو له تګ کولو څخه ډډه وکړي په ناچادو موادو لاس ونه وهي او په اړه یې اړونده ادارو ته خبر ور کړي او خپل معلومات له خپلو دوستانو او اولادونو سره شریک کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۴
Background image

د ولسواليو په کچه د ولسي غونډو دوام

 

دوشنبه ۱۲ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان له مخې د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د غونډو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د ۱۸ کلنې شخړې سربېره پروان کې ۴ کلنه او لغمان کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۱۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د استازو لخوا د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب د دغه ولايت په تڼيو ولسوالي کې د دوو کورنيو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۵
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

شنبه ۱۰ جمادی الأولی ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي ورورولۍ او د خلکو د ستونزو اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu