د روان هجري شمسي کال د سلواغې ۱۲ نیټه د چهار شنبې ورځ په تخار ولایت کې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست رئيس ددې ولایت له والي سره یې لیدنه وکړه

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۴ - ۵:۱۸
m

په یاده لیدنه کې چې د تخار ولایت په مقام کې ترسره شوه ګڼ شمېر رئیسانو او د ځینو خیريه مؤسساتو مشرانو ګډون در لود.

د غونډې په پيل کي د تخار ولایت والي نور الدین (عمیر) په تخار ولایت کې له ټولو رئيسانو څخه  غوښتنه وکړه ترڅو په امارتي اداراتو کې همغږي رامنځ ته کړي او په هماهنګي چارې مخ ته يوسي. د تخار ولایت

د سرحدونو او قبایلو سرپرست رئيس احمدالله صدیقي د یاد ولایت والي څخه غوښتنه وکړه چي امنيتي ځواکونه دي د سرحدونو او قبایلو رياست سره په همغږي د سرحدي سیمو څخه دوامداره ساتنه او نظارت وکړي او د قومونو د ستونزو په هواري او همدا راز په تخار ولایت کې کوچیانو قوم ته د ځینو اسانتیاو په برابرولو کې مرسته وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .

BACK TO NEWS

User account menu