د دیني تدریس شویو زده کړو د از موینې پایلې اعلان شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۰:۱۳
خبر

شنبه ٢٧ربيع الثاني ١٤٤٥

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست چې څو ورځې وړاندې د یاد وزارت له کارکوونکو څخه د دیني تدریس شویو زده کړو از موینه اخیستې وه پایلې یې نن د يو لړ مراسمو په ترڅ  کې اعلان کړې.

په یادو مراسمو کې د دعوت او ار شاد عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث محمد هاشم شهید رو، د وزارت د دعوت او ارشاد رئیس  ښاغلي مفتي شفیع الله ثاقب او  د وزارت یو شمېر  مسولينو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

مراسم د عظیم الشان قران د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شول
 ورپسې د دعوت او ارشاد عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث  محمد هاشم شهیدرو د په وزارتونو کې دعوت او ارشاد د ریاستونو په موخو او د دیني زده کړې په ارزښت خبرې وکړې ویې ویل چې په دیني احکامو او دیني مسایلو پوهېدل یوه مهمه اړتیا ده موخه همدا ده چې خلک له ګناهونو عبادت ته دعوت شي. دغه راز یې د دعوت او ارشاد مؤظفینو له زحمت او زیار څخه مننه وکړه او کار کووونکو ته یې په هر برخه کې د زده کړې توفیق وغوښت.

ورپسې د مقام دفتر رئیس ښاغلي مولوي ملا نیازمحمد تقي پخپلو خبرو کې اسلامي امارت د الله ج نعمت او رحمت یاد کړ ویې ویل لکه څنګه اسلامي امارت په مادي لحاظ د هېواد او خلکو د ابادۍ هڅې کوي دغه راز په معنوي لحاظ هم دا هڅې پياوړې ساتلي .  نوموړي ټینګار یې وکړ چې کارکوونکي دې له دغه فرصت څخه چې ورته مساعد شوی لوړه ګټه پورته کړی.

په پاي کې د وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي  شفيع الله ثاقب په دیني زده کړه کې د کارکوونکو له هڅو مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه. او د یادې دیني از موینې پرممتازو کارکوونکو یې په پام کې نیول شوې ډالۍ ووېشلې او دوی ته یې د الله ج له دربار څخه د توفیق دعا وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu