د دوو کورنیو تر منځ شخړه حل او په دوستي بدله شوه

khoram2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۲۱:۱۱
خبر

د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه چې له امله یې له دواړو لوریو دوه تنه ټپیان شوي وو حل او په دوستۍ بدله شوه. له همدې امله په جوړه شوې ناسته کې د بادغیس ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسولینو او ځایي دینې عالمانو، قومي مشرانو د دوی تر منځ په منځګړیتوب وکولای شول چې دواړه لوري په خپلو منځونو کې پخلاینې ته وهڅوي او یو بل ته بښنه وکړي. په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به له یو بل سره شخړه نه کوي او د ورورولۍ په فضاء کې به ژوند ته ادامه ورکوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

BACK TO NEWS

User account menu