د خوست سرحدونو او قبایلو چارو ریاست کې د جرګو تالار د جوړیدو د بنسټ ډبره کېښول شوه!

یاد تالار چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د دوست هېواد د ۱۹۸۱۸۵۳۴ افغانیو په لګښت جوړیږي ، نوموړي تالار به په عین حال کې د ۶۰۰ ګډونوالو ظرفیت ولري. نوموړی دوه منزله تالار د غونډو پر هال برسیره اشپازخانه، پذیرش خونه، تشنابونه، د لیدنو او ناستو خونه، طعام خوري او یو شمیر نور ملحقاط هم لري چې د یوولسو میاشتو په موده کې به ورغول شي، هغه مراسم چې د یاد تالار د بنسټ ډبرې اېښودو په پار نیول شوي وو د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس محمد امین حیدري، د وزارت سرحدي سالاکار محبوب شاه ستانکزي، د خوست د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس عبدالرؤف ننګیال، د خوست او وزیرستان د بیلابیلو قومونو مشرانو ، ځوانانو، او د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست کارکوونکو پکې برخه درلوده.