د خلکو استازي کولای شي، چې سولې او ثبات ته ولسونه وهڅوي!
دغه څرکندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته په ولسي جرګه کې د خوست ولایت د خلکو له استازي ښاغلي کمال ناصر اصولي سره د کتنې په ترڅ کې وکړې. په دې کتنه کې دواړو خواوو په هېواد کې د روان وضعیت ترڅنګ د سولې په ټینګښت کې د خلکو د استازو په رول، د ملي او دفاعي ځواکونو او موجوده نظام ملاتړ ته د دینی عالمانو او قومي مشرانو د هڅولو او یو لړ نورو مهمو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.