د خلکو استازي او قومي مشران کولای شي، چې سولې او ثبات ته ولسونه وهڅوي!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۹ - ۹:۵۹
mobta

دغه څرکندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته په ولسي جرګه کې د خوست او کنړ ولایتونو د خلکو له استازو ښاغلي کمال ناصر اصولي، ښاغلي نعمت الله کریاب او یوشمېر قومي مشرانو سره د کتنې په ترڅ کې وکړې.

په دې کتنه کې راغلو استازو او قومي مشرانو د خپلو سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ وویل: موږ به تل له وزارت سره همکاري کوو او د خپلو درنو مشرانو او دیني عالمانو په سلا مشورو سره به په خپلو سیمو کې د ملي پروژو د پلي کولو، د جرګو او مرکو له لارې د سولې د ټينګښت لپاره هڅې ، د خپلو امنیتي - دفاعي ځواکونو څخه بشپړ ملاتړ او په دې برخو کې به نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړو.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د خلکو استازي او قومي مشران د دې هېواد مهم شخصیتونه دي، موږ باید په مهمو پرېکړو کې د دوی سلامشورې واورو او له تجربو څخه یې ګټه پورته کړو، ځکه چې تاسو درانه مشران کولای شئ، چې سولې او ثبات ته ولسونه وهڅوئ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې يوکلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷  

د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ نېږدې د يو کال په موده کې رامنځته شوې دښمني، چې ګڼ خپلمنځي اختلافات يې پېښ کړي وو، د پکتيا ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu