د خروټو قوم د ځوانانو سرتاسري شورا له مرستیال اوغړو سره کتنه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۱ - ۸:۵۴
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته په خپل کاري دفتر کې د خروټو قوم د ځوانانو سرتاسري شورا له مرستیال او غړو سره وکتل.

په دې کتنه کې راغلو ځوانانو او مخورو د خروټو قوم د ځوانانو شورا د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل: د یادې شورا غړو تل د همدې شورا له ادرس څخه د خپل نظام، جمهوریت او امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی او لا به هم د خپل نظام ملاتړ کوي، دغه راز یې د یاد قوم د ځوانانو ستونزې چې د پوهنې په برخه کې وې د حل په موخه له ښاغلي محب الله صمیم سره شریکې کې کړې.

ورپسې ښاغلي صمیم په خپلو خبرو کې د یادې شورا له غړو څخه مننه وکړه وې ویل: د خروټو غیرتي قوم تل د خپل نظام ملاتړ کړی او په دې لار کې یې قربانۍ ورکړي او موږ یې د قربانیو قدرداني کوو او ځوانانو ته به مو د وزارت په اړوندو لېسوکې د زده کړې زمینه برابر کړو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

BACK TO NEWS

User account menu