د جوزجان ولایت له قومونو سره د همغږۍ غونډه

mobta_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۷:۱۰
mobta

۲۶/۲/۱۴۴۵

د جوزجان ولایت له قومي مشرانو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ملا عبدالخالق عابد، د جرګو رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، مل پلاوي، د جوزجان د والي قاري ګل حیدر شفق په شمول ولایتي مسؤلینو، قومي مشرانو علماوو او ځوانانو په کې ګډون کړی وو. د غونډې په پیل کې د جوزجان ولايت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئيس مولوي غلام نبي صميم ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه او ورپسې د قومي مشرانو له جملې څو تنو خبرې وکړې د اسلامي امارت حاکمیت یې د الله تعالی (ج) له لوري لویه پیرزوینه وبلله او د حکومت څخه ملاتړ یې خپله وجیبه یاده کړه. قومي استازو له حکومت څخه د یاد ولایت په مربوطاتو کې د آمو سیند د تخریباتو د تحکيماتو، د قرقین او خم آب سرحدي ولسوالیو د سرکونو رغولو او نورو پراختیایي پروژو غوښتنه وکړه. ورپسې د جوزجان ولایت والي قاري ګل حيدر شفق د یاد ولایت د قومونو په اړه وویل چې دلته مختلف قومونه د وروڼو په څير ژوند کوي او اختلافونه له منځه تللي، نوموړي زیاته کړه: په اسلامي امارت کې د ټولو افغانانو حقوق يو شان خوندي دي. وروسته د جرګو رئيس شيخ حضرت ولي حقاني په خپلو خبرو کې د افغانانو له سرښندنو یادونه وکړه او د اسلامي امارت د بریا راز یې تقوا او د امراوو د اطاعت برکت وباله. د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو مرستيال ښاغلي عابد په خپلو خبرو کې وویل: دا د الله (ج) یو لوی نعمت دی چې افغانانو ته یې داسي مشفق امير ورکړي چې د ولس هرې ستونزې ته رسېدنه خپل مسؤليت ګڼي. هغه زیاته کړه: د جوزجان ولایت د غیور ملت د ملاتړ او اتحاد برکت وو چې د افغانستان په کچه دویم ولایت جوزجان وو چې فتح شو او دا یو لوی امتیاز دی. نوموړي د قوشتېپې کانال، قشقشرې نفتو استخراج او د سالنګ لویې لارې د لویو پروژو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې موږ د دې هیواد د بیارغونې او جوړولو لپاره په خپلو نشت امکاناتو کار پیل کړې دي او په لوړه کچه د هیواد آبادولو قوي اراده او هوډ موجود دی .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu