د بغلان ولايت په دوشي ولسوالۍ کې د کوچيانو د ګوجرو له منځني ښوونځي څخه لېدنه!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مقام ددفتر رييس محترم شيخ حضرت ولي حقاني او د وزارت د کوچيانو چارو لوې رييس محترم مولوي ګل زرين کوچي د بغلان ولايت په دوشي ولسوالۍ کې د کوچيانو منځني ښوونځي وکوت.
د لیدنې پر مهال د ښوونځي زده کوونکو او استادانو خپلې يو لړ تدريسي او اداري ستونزې د حل په موخه د وزارت له چارواکو سره شريکې کړې.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د کوچيانو چارو لوی رييس او د مقام ددفتر رييس د نوموړو ستونزې پرځای وبللې او ډاډ يې ورکړ، چی ستونزو ته به يې رسيدنه وشي.
نوموړو زياته کړه چې وزارت ژمن دی، چې زده کوونکو ته د زده کړې مناسب چاپېريال برابر کړي