د بامیان له والي سره ناسته

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۵۲
بامیان

سه شنبه ـ ۲۵/۱۲/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد د یوه پلاوي په مشرۍ بامیان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي مولوي عبدالله سرحدي سره په دې ولایت کې د یوې سترې ولسي غونډې د جوړېدو په اړه وکتل.

د ناستې پر مهال ښاغلي سرحدي میلمه پلاوي ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او په دغه ولایت کې یې له ولسونو سره د جوړېدونکې غونډې د څرنګوالي، ترتیب او تنظیم په اړه سلا و مشورې وکړې. 

په دې مشورتي ناسته کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ د مرستیال ښاغلي احمد په شمول د وزارت د جرګو رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، د څړځایونو او اقتصادي چارو رئیس مفتي لعل محمد منیب او مل پلاوي هم حضور درلود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۶
Background image

 هلمند کې د شاوخوا يو کال په دوام رامنځته شوې بدي حل شوه

 

شنبه ۲۹ ربيع الأول ۱۴۴۸

د هلمند ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د رئيس مولوی اکرام الدین بصیري په مشري د ديني عالمانو، متنفذينو او مخورو په دوامداره هڅو د دغه ولايت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۳:۵۰
Background image

په پکتیا کې  د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه قومي بدی پای ته ورسېده

 

شنبه ۲۹ ربيع الأول ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت ډنډې پټان ولسوالۍ اړوند د خرکي کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۷کلنه قومي بدي، چې  له امله یې یو تن وژل شوی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

په پکتيا، پنجشير او نيمروز ولايتونو کې له خلکو سره د شريعت د نفاذغونډې

 

پنجشنبه ۲۷ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د ولسواليو په کچه د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شریعت د نفاذ او همغږۍ ترعنوان لاندې د پکتيا په جانخېلو، د. . .

BACK TO NEWS

User account menu