د بادغيس له والي سره کتنه

mobta_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۲۰:۴
Mobta

چهارشنبه١٧رجب المرجب

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج ملا عبدالخالق عابد او ملګري پلاوي يې بادغيس ولايت ته له خپل ورتګ سره سم د دغه ولايت له والي سره د قومونو تر منځ د يوې ولسي غونډې د جوړيدو په اړه د ولايت په مقر کې د همغږۍ ناسته تر سره کړه. لومړى د بادغيس والي ښاغلي عابد او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او بیا یې د مېشتو قومونو په هکله بشپړ معلومات شريک کړل، ورپسي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج ملاعبدالخالق عابد په خپلو خبرو کې د بادغيس ولايت د بېلابيلو قومونو تر منځ د ولسي غونډې د جوړيدو په اړه مقدماتي خبرې وکړې .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د ښوونې او روزنې رياست داستازو په همغږي د دغه وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu