د افغان کلتوري ټولنو جرګې له مشرتابه سره ناسته!
د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د افغان کلتوري ټولنو جرګې له مشرتابه سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د هېواد په روانو حالاتو، سولې او ملي یووالي د ټینګښت او یو لړ نورو مهمو موضوعګانو په اړه بحث او خبرې وکړې او په ګډو هلو ځلو یې ټینګار وکړ.