د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

mobta

د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست څلور امریتونه دوه عمومي مدیریتونه او دوه  نور عادي مدیریتونه لري، چې په لاندې ډول يې در پېژنو:
د خپرونو آمریت، د جرګې مجلې آمریت، د هموطن مجلې آمریت، دجاښ مجلې آمریت، د توزیع، طبع او نشر لوی مدیریت، د عامه اړیکو لوی مدیریت، دویب سایت مدیریت، تارا جرېدې مدیریت او اجراییه مدیریت، چې په لاندې ډول معرفي کیږي:

د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست چې مخکې د خپرونو او فرهنګي چارو در یاست په نامه یادېده، چې  د سرحدونو او قباېلو چارو وزارت د مسلکي معینیت په چوکاټ کې یوه مهمه مسلکي او کليدي څانګه ده، چې د دغه وزارت  د پروګرامونو او لاسته راوړنو د خپرولو او په افغانستان کې د مېشتو بېلابیلو قومونو او قبایلو ترمنځ د ملی یووالي د فرهنګ د ترويجولو او د دولت او وزارت د ځانګړو سیاسي او فرهنګي موخو د منعکسولو له لارې په ملي او نړېواله کچه د وزارت اعتبار او هویت لوړوي.

د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د ګټورو اطلاعاتو د راكړې وركړې او د فرهنګی او ټولنيزو غوڼدو د جوړولو له لارې له دولتي ادارو اونړيوالو رسنیو سره خپله شبكه لاپسې پراخه او پیاوړی کوي.

دغه ریاست د جرېدو، ، مجلو، ويب پاڼې، ټولنیز پاڼو،  بروشورونو، کتابونو، رپوټونو، مطبوعاتي مركو او برېښنا ليك په شان د اړيكود ټینګښ له ګټورو ميكانېزمونو څخه په استفادې سره  په ملي، سیمه ایزه او نړيواله کچه د سرحدونو او قباېلو چاور وزارت  فعاليتونه او ليد لورۍ منعكسوي،

جرګه مجله : د جرګی مجله  دسرحدونو اوقبایلو چارو وزارت لـومړنی نشراتی ارګان په ۱۳۶۱کال کې تاسیس شویده جرګه اوس په ۱۰۰ مخونوکې  د(۳۰۰۰) ټوکوپه تیراژپه دریو میاشتو کی یوځل د دولت د هدفونواو وزارت د پالیسۍ او کړنو د خپرولو او په هغه باندې  د خلکوپوهاوی په منظورد ټولنیزو، سیاسی، دینی، ادبی مقالو، شعرونواو رپوټونوسره چاپ اوخپریږي .

هموطن مجله: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت نشراتي ارګان دی، چې د هېواد په دوو رسمي پښتو او دري او نهمو ساحوي ژبو اوزبیکی، ترکمني، بلوچې، پشه یي، نورستاني، شغني، ګجري، ګواري، او منجاني باندې د دوه زرو په تېراژ سره د قومونو د فرهنګ دبډاینې په موخه په سلو مخونو کې په دریو میاشتو کې یوځل خپریږي.

د جاښ مجله:  (۱۳۷۰) کال راپدېخوا دسرحدونو اوقبــایلــو چــــارو وزارت پـه چوکاټ کې په پښتو ،دري اونـــورستـــاني ژبــو پــــه ۱۰۰مخــونــــونو کې پـــــــه رنګه ډول د وزارت پــــــــه فعالیتونو سربیره دښکلی اولرغونی ولایت نورستان په اړه څېړنیزې معلوماتي مقالې او مطالب خپروي.

تارا جریده:  هره میاشت په پشه یي ، پښتو او دري ژبو د ۵۰۰ نسخو په تیراژ د پشه یي خلکو د پوهاوي او د پوهې کچې د لوړو لو په موخه د علمي ، ادبي ، فرهنګي ، اقتصادي او ښوونیزو مطالبو په خپرولو سره چاپ او خپریږي

د وزارت ویب پاڼه، فیسیبوک او ټوېټر: د اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست بله مهمه الکترونیکی رسنۍ شمېرل کیږي، چې د بیلابیلو، خبري، فرهنګی او سیاسي مطالبو لرونکی ده او د وخت له غوښتنو سره چټکه رسنۍ شمېرل کیږي.  دغه ریاست مسوولیت لری چې د ویب پاڼی په بډاینه کې او په هغه کي د وزارت د فعالیتونو په خپرولو سره هغو کسانو سره د معلوماتو راکړه ورکړه ولري، چی د انترنت له آسانتیاوو څخه برخمن دي.

د فرهنګی او ټولنیزو غوڼدو او سمینارونو جوړول، د ملي او نړیوالو ورځو نمانځل، په واحد افغانستان کې د بېلابیلو علمي فرهنګي سیمینارونو ته د وزارت د پیغامونو لیږلو لڼډه دا چې هر محفل او هره غوڼډه چې په وزارت کې جوړیږي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست په کې کلیدي رول لوبوي.
د اطلاع رسوونې مرجع: دغه نوی تشکیل شوی مرجع اطلاعاتو د لاسرسۍ کمېسیون او دولت په لزوم دید د ریاست په تشکیلاتو کې اضافه شوه، چې رسنیو او متقاضیانو ته پروخت او کړه معلومات ورکوي.