د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شريعت د حکمونو د پلي کولو او ولسي همغږۍ غونډه

haqani_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۴:۱۹
د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شريعت د حکمونو د پلي کولو او ولسي همغږۍ غونډه

سه‌شنبه ۶ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت په مرکز ګرديز کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د سرحدي پلټنو معین مولوي عنایت‌الله شجاع په مشرۍ د يو ګډ هيئت په ملتيا د ياد ولايت له بېلابېلو قشرونو سره پراخه ولسي غونډه ترسره شوه، چې پکې د شریعت د احکامو پر تطبیق، د نظام او ولس ترمنځ پر اړیکو او ګډ مسؤلیت ټینګار وشو.

پيل کې قومي مشرانو په خپلو خبرو کې اسلامي نظام د خپل ځان نظام وباله او په تېر کې يې د هغه د حاکمیت لپاره د سر او مال درنې قربانۍ يادې کړې. قومي مشرانو له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل، چې د پکتیا د خلکو پر کورونو، روغتیايي او تعلیمي مرکزونو له بریدونو ډډه وکړي او د ولسونو حوصلې دې نه ازمايي. دوی همداراز له مسؤلینو هم وغوښتل، چې د خلکو ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وکړي. قومي مشرانو ډاډ ورکړ، چې د سختو حالاتو په څېر به په راتلونکي کې هم د اسلامي امارت ملاتړ کوي.

ورپسې د سرحدي پلټنو معین ښاغلي شجاع په خپلو خبرو کې اسلامي نظام د خلکو لپاره د بریا او خلاصون لار وبلله او د دغه نظام پر ملاتړ يې ټينګار وکړ. نوموړي د پکتیاوالو مېړانه او له خپل دین او خاورې څخه دفاع وستایله او پر ځوانانو یې غږ وکړ، چې په بېلابېلو علمي او مسلکي برخو کې پوهه ترلاسه کړي، تر څو د هېواد د ابادۍ، طبیعي او معدني زېرمو د استخراج او پرمختګ چارې پخپله پر مخ یوسو او هېواد مو د بهرنيو اړتیا ته محتاج نه شي.

له دې وروسته د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر په خپلو خبرو کې وویل، چې پکتیا د ننګ، غیرت او سرښندنو ټاټوبی دی او د اسلامي امارت د حاکمیت په رامنځته کېدو کې د دې ولایت د خلکو ونډه بې‌سارې وه. نوموړي د پکتیاوالو تاریخي قربانۍ وستایلې او هیله څرګنده کړه، چې د پکتیا ولسونه به د اسلامي شریعت د احکامو په تطبیق او خپرولو کې هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شريعت د حکمونو د پلي کولو او ولسي همغږۍ غونډه

سه‌شنبه ۶ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت په مرکز ګرديز کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د سرحدي پلټنو معین مولوي عنایت‌الله شجاع په مشرۍ د يو ګډ هيئت په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۴:۴۱
Background image

پکتيکا کې د اسلامي نظام په ملاتړ د ولسي یووالي غونډه

دوشنبه ۵ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین مولوي عنایت‌الله شجاع د ولايتي غونډو په لړ کې نن د پکتيکا ولایت په مرکز شرنه کې د اسلامي نظام تر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۰:۱۳
Background image

پکتیا کې ۹ کلنه دښمني او جوزجان کې ۵ کلنه کورنۍ بدي هواره شوه

دوشنبه ٥ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو په منځګړیتوب او پرله‌ پسې هڅو په پایله کې د یاد ولایت په احمداباد ولسوالۍ کې هغه. . .

BACK TO NEWS

User account menu