د اسلامي نظام او ملي یووالي د استحکام ستره ولسي غونډه

khoram_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۵:۱۰
خبر

۲۶\۸\۱۴۴۵ هـ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په ننګرهار ولایت کې د ختیځ زون په کچه یوه ستره ولسي غونډه تر سره شوه، چې پر مهال يې د یاد وزارت سرپرست الحاج ملا نور الله نوري، د امر بالمعروف نهی عن المنکر او سمع شکایاتو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي، د یاد وزارت معینانو، د اسلامي امارت مسؤلینو، دیني علماوو، قومي مشرانو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

قومي مشرانو د خبرو پر مهال وویل: دا د شکر ځای دی، چې د هیواد په کچه داسې ناستې جوړېږي، چې ولسونه یو له بل سره خواله کوي او خپلې ستونزې له خپل نظام سره شریکوي.
 دوی زیاته کړه: نور دلته هیڅ چا ته اړتیا نشته، هیڅ پردی نور په دې خاوره کې ځای نه لري او موږ ټول ولسونه د دې نظام د بقا لپاره د نظام ملاتړي یو.
 قومي مشرانو وویل: له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د کونړ سیند مهار شي، تر نورستان پورې د لویې لاره ورغول شي، د ولسوالیو تر منځ سرکونه، روغتیایي کلینیکونه، برېښنایي بندونو رغولو او د شخړو د حل په برخه کې د پاملرنې غوښتونکي شو.
د کوچي قومونو په استازیتوب یوه تن وویل: کوچي قشر په هیواد کې له نورو قومونو سره په ګډه قربانۍ ورکړې او د اشغال پر وړاندې یې مبارزه کړې ده. 
دا نظام له داسي کسانو څخه تشکیل شوی چې مسؤلین یې د ولس خادمان دي نه آمرین، د دې نظام امیر المؤمنین د اسلام د بقاء لپاره خپل د کورنۍ غړي قرباني کړي.

د غونډې پر مهال شیخ محمد خالد الحنفي په خپلو خبرو کې وویل: د هیواد پرمختګ د ولسونو په اُخوت او ورورۍ کې دی. 
 ښاغلي حنفي زیاته کړه: د دې هیواد یو څو بچیان د بهرنیانو سره یو ځای ولاړل، اوس له هغه ځایه د هیواد پر ضد شوم تبلیغات کوي، خو دا هر څه دوی ته هیڅ ګټه نه کوي، ځکه تاسې دا نظام وینئ او خپل نظام مو له نږدې مطالعه کوئ.

د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین مولوي محمد علي جان احمد وویل: نړیوالو ځواکونو افغان قومونه سره ووېشل، کور په کور او کلي په کلي یې بدۍ واچولې او د افغانانو وینې یې توی کړې. 
دوی افغانان د قوم، ژبې او سمتونو په نومو باندې ووېشل. 
هغه زیاته کړه: دې نظام ته د نورو حکومتونو په سترګو مه ګورئ!  
ولسه! دا ستاسې په برکت راغلی نظام دی، دا نظام د هیڅ یوه پردي په همکارۍ نه دی راغلی.


په پای کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست الحاج ملا نور الله نوري وینا وکړه: چې تاسې ولسونه او قومي مشران ټول مجاهدین یاست، تاسې د روس او انګرېزانو پر وړاندې کلک جهاد کړی، ټول دنیاوال په دې قانع دي چې افغانانو د جهاد او قربانیو په نتیجه کې یو سوچه اسلامي نظام پایدار کړی. 
ښاغلي نوري زیاته کړه: نه دا ملت بل څوک لري، نه له داسي حکومت څحه بل څوک برخمن دي، راځئ! له تېر جهاد څخه عبرت واخلو او خپله خپلواکي وساتو او د غرب په تبلغاتو ونه غولېږو، لکه پرون چې مو سنګر فریضه وه، نن مو د نظام ساتنه فریضه ده. نن داسې ورځ راغلې چې ځمکه ستا ده، نظام ستا دی، مسؤلین ستا دي او دفتر هم ستا دی.
هغه زیاته کړه: موږ ستاسې مسؤلین نه بلکې ستاسې خادمان یو، ستونزې او غوښتنې به مو د خپل وس په انداره حل کوو او تر لوړ پوړو چارواکو به یې رسوو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu