د ادارې او مدیریت دوه ورځنی ورکشاپ

mobta_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۲۱:۲۱
Mobta

چهارشنبه/۱۸/ذولقعدة الحرام/۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د بشري سرچینو ریاست د دغه وزارت نویو مقرر شویو کارکوونکو ته د اداري مدیریت د اساساتو تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ دائر کړ. په دغه ورکشاپ کې د یاد وزارت جدیدالتقرر کارکوونکو ته د مدیریت اساسات، د مدیریت سطحې او په اداراتو کې د طرزالسلوک او قوانینو د مرعاتولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول. د یادولو وړ ده چې د یاد ریاست د ظرفیت لوړونې امریت وخت پر وخت ورکشاپونه او سیمنارونه جوړوي او د کارکوونکو د اداري او علمي مهارتونو د لوړولو په برخه کې کار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu