د اداري مجلس جوړېدل!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اداري مجلس د دغه وزارت د مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون باکزي په مشرۍ نن د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي پر ۱۰ نیټه له غرمې مخکې جوړ شو.
د مجلس په پیل کې د وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي د افغانستان د اسلامی جمهوریت کابینې د تیرې غونډې د یو شمېر مهمو بحث شویو مسایلو په اړه د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې وویل: جلالتمآب ولسمشر د عاشورا ورځې د لمانځو لپاره د جدي امنیتي تدابیرو د نیولو سپارښتنه کړې وه، چې پرته له کومې پیښې د امن په فضا کې دغه مراسم په ښه شان ترسره شول.
ښاغلي ولسمشر په هېواد کې د شیعه او سني مسلمانانو تر منځ یووالي او وحدت د نړۍ لپاره یوه بېلګه وګڼله کوم چې ددې هېواد د ښمنانویې ترمنځ د بې اتفاقۍ هلې ځلې کړي، خو بریالي شوي نه دي .
ښاعلي بارکزي وویل : چې د کابینې په غونډه کې د هېواد خپلواکۍ په ورځ (د زمري پر۲۸) راکټې بریدونه وغندل، د ښونځیو د پرانستلو په برخه کې د لوړو زده کړو ، پوهنې او روغتیا وزارتونو ته دنده وسپارله چې د کرونا وایروس د نه خپاوي لپاره روغتیایي تدابیر ولري په دې اړه یې د وزارت د پوهنې ریاست ته هم د عامې روغتیا له وزارت سره د همغږۍ رامنځته کولو او یو میکانیزم د جوړولو لارښوونه وکړه .
ښاغلي بارکزي دا هم وویل: چې ولسمشر اړوند اداروته سپارښتنه وکړه چې د ملت جوړونې او فرهنګ د بډایني لپاره یو ځای کار وکړي او پردې یې هم ټینګار وکړ، چې ادارې باید بالا عوض مرستي په خپل وخت او زمان ولګوي او د نه لګولو په صورت کې به ځواب ویونکي وي.
ښاغلي بارکزي په یو لړ نورومهمو مسایلو هم، چې د کابینې په غونډه کې پرې بحث شوی و خبرې وکړې د دندو او غونډو پر مهال یې د کارکوونکو ترمنځ د واټن په نېولو ټینګار وکړ.
ورپسې مالي او حسابي رئیس د بودیجې د ډول او لګښتونو د څرنګوالي ، کارکونکو د اضافه کارۍ اویوشمېرستونزو ، د پلان او پالېسۍ رییس د پراختیا یي پروژو په برخه کې د پرمختګونو، د جرګواوقبایلي چارو د همغږۍ رئیس په کنړ ولایت کې د قومي مشرانواومخوروترمنځ د قومي جرګې د جوړولو په اړه مالومات ورکړل او دغه ولایت د قومونو یو شمېر غوښتنې او وړاندیزونه یې له مجلس سره شریک کړل او له پښتنواو بلوڅو وروڼو سره د پیوستون ورځې د لمانځنې خبر ورکړ، د داخلي پلټنو رئیس د ریاستونو ترمنځ د چارو د غوره ترسره کېدو په پار د همغږۍ غونډو د جوړولو په اړه چي پایله یې مثبته ده خبرې وکړې او په اونۍ کې یو ځل د هغې په جوړولو ټینګار وکړ ، همدا راز د پوهنې ریاست استازي د وزارت د تعلیمي بنسټونو د اړتیاوو د پوره کېدو او د تحقیق او مطالعاتو رئیس اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د افغانستان د پروفایل جوړولو په پار د رسمي او نا رسمي سرحدونو، قومي جوړښتونو، دودونو، جرګو او د هغوی د تسلسل، سرحدي ولایتونو، ولسوالیو، کلیو او سرحدي اوبو په اړه د معلوماتو د ورکولوپه اړه رپوټ وړاندې کړ.
په یادو او یو لړ نورو مهمو مسایلو تر بحث وروسته، لازمې پریکړې وشوې تصمیمونه ونېول شول د وزارت مسلکي معین ښاعلي بارکزي او د وزارت مشرتابه پلاوي په هره برخه کې ګمارلی شویو کمېټو او اداروته دنده وسپارله، چې پر وخت د خپلو اړوند مسایلو په اړه کرنې ترسره او مجلس ته د خپلو کړنو رپوټ وړاندې کړي.