د  بېلابيلو قومونو له يو شمير مخورو سره کتنه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۴:۲۸
خبر

 

سه شنبه ٢٤ربيع الثاني ١٤٤٥

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت دجرگو رئيس ښاغلي شيخ حضرت ولي حقاني غور  ولایت د يوه رسمي سفر په ترڅ کې د ياد ولايت له یو شمېر ديني عالمانو او مخور سره د دوئ د ستونزو د حل په موخه وکتل.

په دې کتنې کې  ديني عالمانو او قومي مخور پخپلو خبرو کې په هېواد کې د امنيت د تامين او د قومونو ترمنځ  د يوالۍ او همغږي په په ټنگښت يې خوښې څرگنده کړه زياته يې کړه چې په بېلابيلو برخو کې دې د غور ولايت د خلکو اړتياوو ته په کتو د دوئ د ستونزو حل ته پاملرنه وشي.

ورپسي د جرگو رئيس ښاغلي حقاني د یادو ديني عالمانو او قومې مخور ستونزې واوریدې او د حل په موخه یې د همکارۍ ژمنه ورکړه او دوئ ته یې ډاډ ورکړ چې ستونزو ته يې پاملرنه د دوئ د وظيفوي مسوليت په لومړیتوبونو کې  ځاي لري او دحل په موخه به يې تر اړوندو ارگانو رسوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۴:۱۱
Background image

په نورستان ولایت کې د قومونو تر منځ ستر ولسي غونډه تر سره شوه

پنچشنبه، ۱۴۴۶/۵/۳

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معینت لخوا د مشرقي زون د درېیو ولایتونو سربیره نن د نورستان ولایت مرکز پارون ښار کې د قومونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۲
Background image

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون د جوګيانو او جټانو د ثبت او راجسترو په اړه خپله لومړۍ ناسته تر سره کړه

پنجشنبه ٥/۵/۱۴۴۶

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان په اساس، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون ته دنده سپارل شوې تر څو په هیواد کې مېشت جوګيان او جټان ثبت او راجستر کړي.

په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۳۸
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کارکونکو ته د ښوونېزې اړتيا سنجونې په مناسبت یو غونډه تر سره شوه!

چهارشنبه ۱۴۴۶/۵/۴

د اداري اصلاحاتو کمیسیون، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سره په همغږي د یاد وزارت کارکونکو د ظرفیت لوړولو او د ښوونې اړتیاوو د تشخیص لپاره یو پروګرام د. . .

BACK TO NEWS