خوست کې د ۸ کلنې مرګونې دښمني پای
دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸
خوست ولایت د باک ولسوالۍ د ترکۍ کلي دوو کورنیو ترمنځ هغه اته کلنه دښمني، چې د دریو کسانو د وژل کېدو او دواړو لوریو ته د لويو مالي زیانونو د رسېدو لامل شوې وه، د يوې قومي جرګې له لارې په سوله او پخلاينه پای ته ورسېده.
یاده پخلاینه د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مشرتابه، د شخړو د حل کمېسیون استازو، د باک ولسوالۍ ولسوال، قومي مشرانو او مصلحینو په منځګړیتوب ترسره شوه، چې پرمهال يې د ښکېلو کورنیو مشرانو د يادو مسؤلینو او قومي مشرانو له هڅو مننه وکړه او د جرګې له پرېکړې یې خپل رضایت څرګند کړ.
د دغې پخلاینې په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به له هر ډول شخړو او لانجو څخه ډډه کوي یو بل ته به ستونزې نه جوړوي، بلکې د سولې، ورورولي او اتحاد ژوند ته به دوام ورکوي
