خبرتیا

د دوولسمو ټولګیو ټولو هغو فارغو زده کوونکو ته چې مخکې یې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د بایزید روښان کثیرالرشتوي انستیتیوت په کانکور ازموینه کې د ګډون فورمې په کابل او ولایتونو کې ترلاسه کړي، خبر ورکول کېږي چې په کانکور ازموینه کې د شمولیت کارتونو د وېش لړۍ د ۱۴۰۳ هـ ل کال د حوت (کب) میاشتې په ۲۲ مه نېټه په بایزید روښان کثیرالرشتوي انستیتیوت کې پیل کېږي او ازموینه به یې د حوت (کب) میاشتې په ۲۵ مه نېټه د یاد انستیتیوت په انګړ کې واخیستل شي.