بلخ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۶ کلن جنجالونه پای ته ورسېدل

taqi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۳۹
شخړه

 

سه شنبه ۵ محرم الحرام ۱۴۴۷

د بلخ ولایت د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو رئیس مولوي سردار محمد محمدي په هڅو د ياد ولايت د قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په همکارۍ مزار شريف ښار کې د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۶ کلونو شخړه هواره او طرفين روغې ته راضي شول.

ياده شخړه چې د يو لړ حقوقي مسايلو پر سر راپورته شوې وه او شپږ کاله يي دوام درلود، دواړو لوريو ته يي لويې ستونزې پېښې کړې وې، چې وخت ناوخت به يي ترمنځ جنجالونه را پورته کېدل.

مسؤلينو د خبرو اترو له لارې لومړی هغوی په حقوقي مسايلو وپوهول او بيا یې ترمنځ د عادلانه فيصلې په کولو سره حق حقدار ته وسپاره، چې په همدې سره يي ياده اږد مهاله شخړه حل او د خوښۍ ژوند يې پيل کړ

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۴
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

سه شنبه ۲۳ رجب المرجب ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي اخوت او  خلکو ستونزو د اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او قبايلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۲۴
Background image

کنړ کې د ۳۵ کلنې شخړې سر بېره بلخ کې هم مسؤلينو ۸ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښود

 

يکشنبه ۲۱ رجب المرجب ۱۴۴۷

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په ملتيا د دغه ولايت يه آسمار ولسوالي کې د يوې ۳۵ کلنې دښمۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۱۷
Background image

بلخ او ارزګان کې جلاجلا شخړې حل شوې

 

چهارشنبه ١٨ رجب المرجب ۱۴۴۷

په بلخ ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ  هغه راپورته شوې څه باندې يو کلنه شخړه، چې دواړو لوريو ته يې ګڼې ستونزې راولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu