بدخشان کې د اسلامي شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه پراخه غونډه جوړه شوه

haqani_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۹:۵۲
بدخشان کې د اسلامي شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه پراخه غونډه جوړه شوه

شنبه ۱۹ جمادی‌ الاولی ۱۴۴۸

د بدخشان ولایت یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو، سپین‌ ږیرو او عامو خلکو د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همغږۍ په موخه په هغه پراخه غونډه کې ګډون وکړ، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین مولوي عنایت الله شجاع په مشرۍ جوړه شوې وه. 

د سرحدي پلټنو معین مولوي عنایت الله شجاع په دغه ولسي غونډه کې وویل: افغان ولس په لږو امکاناتو مبارزه پیل کړه، خو د اخلاص، تقوا او اطاعت په برکت یې پنځه کاله وړاندې بریا ترلاسه کړه. نوموړي د بدخشان د خلکو تېرو قربانیو او سرښندنو ته په اشارې سره وویل: د دوی ستونزو ته رسېدنه او خدمت کول اړین دي او په دې برخه کې به تر خپله وسه هڅې وکړي.

ورپسې د بدخشان والي مولوي رحمت الله نجیب او د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر د شرعي نظام شتون د الله تعالی ستر نعمت وباله او د دې نعمت د شکر غوره لاره یې یووالی او ګډه همکاري وبلله. دوی زیاته کړه، د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمانونه د قرآن او نبوي احادیثو پر بنسټ ترتیب شوي او خپرول او عملي کول یې د مسلمانانو مسؤلیت دی. نوموړو همداراز له خلکو وغوښتل، چې د ځينو ډلو د ناسمو غوښتنو او تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي.

غونډه کې قومي مشرانو د اسلامي امارت له لوري د ترسره شویو خدمتونو او پرمختیايي پروژو قدرداني وکړه او د واخان او یفتل ولسوالیو د سړکونو رغول یې ښه بېلګې وبللې. دوی بدخشان د طبیعي او معدني سرچینو له پلوه بډای ولایت یاد کړ، خو د روغتیا، پوهنې، برېښنا، سړکونو، ترافیکي نښو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو په برخو کې یې د لا ډېرو خدمتونو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۹:۵۲
Background image

بدخشان کې د اسلامي شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه پراخه غونډه جوړه شوه

شنبه ۱۹ جمادی‌ الاولی ۱۴۴۸

د بدخشان ولایت یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو، سپین‌ ږیرو او عامو خلکو د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همغږۍ په موخه په هغه پراخه غونډه کې ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۱:۴۳
Background image

په زابل کې د دوو کورنیو ترمنځ ۸ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ ق

د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ د میدان سیمې د دوو کورنیو ترمنځ هغه دښمني چې له تېرو ۸ کلونو راهیسې روانه وه، د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۹:۹
Background image

د بامیانو ولایت له قومي مشرانو، سپین ږیرو او عامو خلکو سره لویه غونډه تر سره شوه

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ ق

په بامیان ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د اسلامي شریعت د نغاذ، ستونزو اورېدلو او همغږۍ په موخه د یاد ولایت له خلکو سره په داسې. . .

BACK TO NEWS

User account menu