افغانستان چټک کار او بیا رغوونې ته اړتیا لري

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۲۱:۱۰
mobta

۲۶/۱/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري او د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ملا عبدالخالق عابد (په افغانستان کې د تفاهم په لټه کې) مؤسسې له مسؤلینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. په دغه کتنه کې د یادې مؤسسې استازو په نوبت سره خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې یاده مؤسسه له اقتصاد وزارت سره په همغږي کار کوي او ۱۴ همکار نهادونه لري چې د خلکو تر منځ د شخړو د حل او د پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې کار کوي. دوی وویل: دا چې دغه وزارت د هیواد په ټولو ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې د خلکو ترمنځ شخړې حل کړې دي او په دې برخه کې پوره تجربه لري نو موږ غواړو خپل کارونه له دغه وزارت سره په همغږي مخ ته یوسو. ورپسې د یاد وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نوري راغلي پلاوي ته د هرکلي تر څنګ وویل: موږ د هیواد په ټولو ولایتونو کې هر کال جرګې جوړوو او له قومونو سره ناستې کوو. هغه زیاته کړه: موږ د خلکو ترمنځ د شخړو د حل په برخه کې په پوره اندازه کار کړی دی، د خلکو اړتیاوې مو په ښه ډول درک کړې دي او په ډېره کمه موده کې مو د قومونو ترمنځ لویې شخړې په سوله بدلې کړې دي. ښاغلي نوري همدا راز وویل: زموږ هیواد ۴۵ کاله جګړې ځپلی او ویران کړی ده ځکه نو چټک کار او بیا رغوونې ته ډېره اړتیا لري، موږ له تاسو او ټولو مؤسساتو څخه هیله کوو چې د هیواد د انکشاف او بیا رغونې په برخه کې پوره پاملرنه وکړئ. هغه راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د اصولو په چوکاټ کې له دوی سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دی. په پای کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي عابد وویل: موږ د خلکو تر منځ د منازعاتو د حل په موخه په ټولو ولایتونو کې د شخړو د حل کمیسیونونه جوړ کړي دي او زیاتې قومي دښمنۍ مو حل کړې دي. هغه زیاته کړه چې له دوی سره په همغږي به د دوی کارونه لا چتکتیا ومومي او د بیا رغونې او پرمختګ لپاره به خلکو ته په ګډه مؤثر خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

BACK TO NEWS

User account menu