د کندهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر کورنیو ترمنځ رامنځته شوې ۶ دښمنۍ پای ته ورسېدې

haqani_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۸
د کندهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر کورنیو ترمنځ رامنځته شوې ۶ دښمنۍ پای ته ورسېدې

سه‌ شنبه ۱۳ جمادی‌الآخره ۱۴۴۸

د کندهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د قومي مشرانو او سیمه ‌ییزو مسؤلینو په همکارۍ په دغه ولایت کې دوه لویې او څلور وړې شخړې حل او فصل شوې.

د یادو شخړو له ډلې یوه یې ۱۸ کاله وړاندې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په رباط سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د یوه کس د وژل کېدو په سر رامنځته شوې وه، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو په هڅو د دواړو کورنیو ترمنځ څو ځله ناستې او لیدنې ترسره شوې، چې په پایله کې د قاتل کورنۍ د مقتول له کورنۍ بښنه وغوښته او دواړه سره پخلا شول.

همدارنګه د ياد ولايت په  پنځمه ناحیه کې د دوو کورنیو ترمنځ د یوه کس د وژل کېدو له امله د یاد ریاست د مسؤلینو له لوري د دواړو لورو له لیدنې وروسته، د هغوی په خوښه قومي منځګړي وټاکل. د منځګړو له څېړنو او خبرو اترو وروسته پرېکړه وشوه، چې دواړو لورو ته واورول شوه او هغوی په خپله خوښه ومنله، چې په دې سره یې ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه.

د یادونې وړ ده، چې د کندهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د قومي مشرانو او سیمه‌ ییزو مسؤلینو په همکارۍ، په دغه ولایت کې څلور نورې وړې شخړې هم حل او فصل شوې، چې دوه یې حقوقي او دوه نورې د کورنیو د ناوړه چلند اړوند وې. دغه شخړې د دواړو لورو په خوښه د ټاکل شویو منځګړو له لارې هوارې شوې او ښکېلو خواوو د پرېکړو منلو ته غاړه کېښوده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۸
Background image

د کندهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر کورنیو ترمنځ رامنځته شوې ۶ دښمنۍ پای ته ورسېدې

سه‌ شنبه ۱۳ جمادی‌الآخره ۱۴۴۸

د کندهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د قومي مشرانو او سیمه ‌ییزو مسؤلینو په همکارۍ په دغه ولایت کې دوه لویې او څلور وړې شخړې حل او فصل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۴:۳۵
Background image

کاپيسا کې د مسؤلينو او ولسونو ترمنځ د همغږۍ پراخه غونډه ترسره شوه

سه‌ شنبه ۱۳ جمادی‌الآخره ۱۴۴۸

د اسلامي نظام ترچتر لاندې له خلکو سره د شريعت د نفاذ او ولسي همغږۍ تر عنوان لاندې د غونډو په لړ کې نن د کاپيسا ولايت له بېلابېلو قشرونو سره د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۴۲
Background image

نورستان ولایت کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ په موخه غونډه ترسره شوه

سه‌شنبه ۱۳ جمادی‌الآخره ۱۴۴۸

د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري د ځایي مسؤلینو، قومي مشرانو او ولسي خلکو په ګډون، د اسلامي نظام تر چتر. . .

BACK TO NEWS

User account menu