د کندهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر کورنیو ترمنځ رامنځته شوې ۶ دښمنۍ پای ته ورسېدې

haqani_admin
Tue, Nov 24 2026 3:08 PM
د کندهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر کورنیو ترمنځ رامنځته شوې ۶ دښمنۍ پای ته ورسېدې

سه‌ شنبه ۱۳ جمادی‌الآخره ۱۴۴۸

د کندهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د قومي مشرانو او سیمه ‌ییزو مسؤلینو په همکارۍ په دغه ولایت کې دوه لویې او څلور وړې شخړې حل او فصل شوې.

د یادو شخړو له ډلې یوه یې ۱۸ کاله وړاندې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په رباط سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د یوه کس د وژل کېدو په سر رامنځته شوې وه، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو په هڅو د دواړو کورنیو ترمنځ څو ځله ناستې او لیدنې ترسره شوې، چې په پایله کې د قاتل کورنۍ د مقتول له کورنۍ بښنه وغوښته او دواړه سره پخلا شول.

همدارنګه د ياد ولايت په  پنځمه ناحیه کې د دوو کورنیو ترمنځ د یوه کس د وژل کېدو له امله د یاد ریاست د مسؤلینو له لوري د دواړو لورو له لیدنې وروسته، د هغوی په خوښه قومي منځګړي وټاکل. د منځګړو له څېړنو او خبرو اترو وروسته پرېکړه وشوه، چې دواړو لورو ته واورول شوه او هغوی په خپله خوښه ومنله، چې په دې سره یې ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه.

د یادونې وړ ده، چې د کندهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د قومي مشرانو او سیمه‌ ییزو مسؤلینو په همکارۍ، په دغه ولایت کې څلور نورې وړې شخړې هم حل او فصل شوې، چې دوه یې حقوقي او دوه نورې د کورنیو د ناوړه چلند اړوند وې. دغه شخړې د دواړو لورو په خوښه د ټاکل شویو منځګړو له لارې هوارې شوې او ښکېلو خواوو د پرېکړو منلو ته غاړه کېښوده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu