پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه
دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸
د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو درې لسيزو په دوام دښمني، چې له امله يې يو کس وژل شوی و په سوله او پخلاينه بدله کړه.
د دغې رامنځته شوې دښمني له کبله دواړو لوريو په کلونو کلونو ستونزې ګاللي وې او ترمنځ يې د ژورو اختلافاتو په وجه د هغوی ژوند ستونزمن و، چې بلآخره مسؤلينو په خپل منځګړيتوب پای ته ورسوله.
د دغې روغې جوړې د حل په مراسمو کې ښکېلو لوريو ياده کړه، چې له دې وروسته به خپلمنځي اختلافات او دښمنۍ د خبرو اترو له لارې حلوي او همداراز د یو بل حقونو ته به درناوی کوي.
