لغمان کې د مسؤلينو په هڅو د لس کلنې بدي حل

haqani_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۴
لغمان کې د مسؤلينو په هڅو د لس کلنې بدي حل

 

چهارشنبه ۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د دغه ولايت الیشنګ ولسوالي په کوټالي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو لسو کلونو په دوام روانه دښمني د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو لخوا په سوله ييز ډول حل او فصل شوه.

د دغې رامنځته شوې دښمني په پايله کې له دواړو خواوو څخه دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او د ګڼو خپل منځي اختلافاتو سر بېره يې په ويره او ډار سره ژوند تېراوه.

مسؤلينو د دغو ستونزو د لمنځه وړلو او پخلاينې د رامنځته کولو په موخه د دواړو خواوو ترمنځ څو ناستې ترسره کړې هغوي يې ورورولي ته راوبلل او ترمنځ يې د يوې شرعي فيصلې په کولو سره ښکېل لوري غاړه غړې کړل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۱۰
Background image

په ارزګان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې دښمني پای ته ورسېده

یکشنبه ۱۳ جمادی الاول ۱۴۴۸

د ارزګان ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې دښمني د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د مسؤلینو ځایي دیني علماوو او قومي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۰
Background image

سرپل کې د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همکارۍ د پیاوړتیا په موخه غونډه وشوه

یکشنبه ۱۳ جمادی الاول ۱۴۴۸

سرپل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو د معین مولوي عنایت الله شجاع په مشرۍ پراخه ولسي غونډه وشوه، چې موخه یې د اسلامي شریعت د احکامو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۷
Background image

په بلخ ولایت کې رامنځته شوې شخړه پای ته ورسېده

دوشنبه/ ۱۳/ جمادی الاولی/ ۱۴۴۸

د بلخ ولایت مرکز اړوند د افتخار بلخ کلي د دوو اوسېدونکو ترمنځ هغه شخړه، چې د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په ترڅ کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه. . .

BACK TO NEWS

User account menu