بلخ کې د مسؤلينو له لوري د دوو کورنيو ترمنځ دوه کلنه شخړه حل او فصل شوه
يکشنبه ۲ جمادیالثانی ۱۴۴۷
د ياد ولايت د مزار شریف ښار د څلورمې ناحې اړوند سیمې اوسیدونکو ترمنځ د ځکمې د ملکيت پر سر راپورته شوې شخړه، چې ځینې اختلافات، ستونزې او تربګنۍ يې رامنځته کړې وې، د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري د قومي مشرانو په منځګړيتوب حل او حق حقدار ته وسپارل شو.
مسؤلينو په خپلو ويناوو کې د يووالي، يو بل منلو او بښنې په تړاو د اسلامي شريعت په رڼا کې خلک وپوهول او له هغوی يې وغوښتل، چې د شخړو او تربګنيو پرځای سوله ييز ژوند ته مخه کړي، ځکه په دې کې د دنيا او اخرت ښيګڼې نغښتې دي.
د دغو شخړو د هواري پرمهال د ښکېلو کورنيو مشرانو د ا.ا.ا د مسؤلينو هڅې وستايلې د هغو قدرداني يې وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې د هيواد په هر کونج کې دې ورته شخړو ته رسېدنه وشي ترڅو ولسونه په مينه ورورولي او يووالي کې ژوند ته ادامه ورکړي.
