((د پکتیکا ولسونه د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د خدمت او پرمختګ تمه لري))

taqi2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۲۶
((د پکتیکا ولسونه د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د خدمت او پرمختګ تمه لري))

 

يکشنبه ۴ / جمادي الثاني /۱۴۴۷ 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ټول هيواد کې د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساينې په موخه د ولسي غونډو د لړۍ په دوام نن په پکتيکا ولایت کې د دغه وزارت د معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد په مشري له مسؤلينو، سيمه ييزو مشرانو، علماوو او عامو خلکو سره يوه لويه غونډه ترسره کړه.

د ياد ولایت قومي مشرانو په دغه ولسي غونډه کې د اسلامي امارت د مشرتابه د مخلصو خدمتونو مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د پکتیکا ولس د اسلامي امارت د نظام  ساتنې او پیاوړتیا لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي. هغوی وویل: د جمهوریت پرمهال دغه ولایت ته لازمه پاملرنه نه ده شوې ځکه د پکتیکا مجاهد ولس تل د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ وو. قومي مشرانو زیاته کړه، چې د پکتیکا ټول قومونه د امارت تر مشري لاندې په یووالي ولاړ دي او اوس د دغه ولایت ولسونه د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د خدمت او پرمختګ تمه لري.

ورپسې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمد په خپلو خبرو کې د پکتيکا ولايت د خلکو د غیرت او میړانې بېلګې وستایلې او ويې ويل، چې د دې خلکو جرئت او وفاداري بې ساري دي او هر لېدونکی متاثر کوي. نوموړي ټينګار وکړ، چې اسلامي امارت ژمن دی خپلو هیوادوالو ته په ټولو برخو کې په غوره توګه خدمت وکړي او د دوی هوساینه او سوکالي د خپلو هڅو لومړیتوب ګڼي. هغه يادونه وکړه چې دا نظام د ولسونو غوښتنه وه او ولسونو پري بې شماره قربانۍ ورکړې دي، چې په نتيجه کې يې يو خپلواک، ثابت او د خلکو د ملاتړ وړ نظام جوړ شوی دی.

په پای کې دوزارت د څړځایونو او خدمتونو د اقتصاد رئیس مفتي لعل محمد منیب وويل: څه باندې څلور لسیزې زموږ په هيواد کې د زورواکو شخصي جزیرې حاکمې وې، چې د کابل ورانېدو، زرګونو افغانانو د شهادت، څلورو میلیونو معتادینو او د مخدرو موادو د پراختیا لامل شوې. نوموړي زیاته کړه: د اسلامي امارت په راتګ سره ملي یووالی ټینګ شوی، تېرې ناخوالې له منځه تللي او د هيواد د ثبات او سوکالي نوې هیلې راټوکېدلې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۸:۵۸
Background image

ننګرهار کې دوه جلاجلا شخړې حل شوې

 

چهار شنبه ۷ جمادي الاولی ۱۴۴۷

د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي مشرانو او ديني عالمانو په همکاري د ياد ولايت په بهسود ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۵۰
Background image

هیئت‌های بلندپایه افغانستان و ایران در کابل نشستی را در مورد نوسازی علایم مرزی میان دو کشور برگزار کردند.

 

چهارشنبه، ٧ جمادی‌الاول ۱۴۴۷

ملا نورالله نوری، وزیر سرحدات، اقوام و قبایل و رئیس کمیسیون مرزی افغانستان، همراه با هیئتی، با کاظم غریب‌آبادی، معاون حقوقی و بین‌المللی وزارت امور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د افغانستان او ایران لوړ رتبه پلاوي په کابل کې د یادو هېوادونو تر منځ د سرحدي نښو د نوي کولو په اړه ناسته ترسره کړه

 

سه شنبه ۶ جمادى‌الاولى ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر او د سرحدي کمېسیون مشر ملا نور الله نوري د یوه پلاوي په ملتیا د ایران هیواد د بهرنیو چارو د حقوقي او نړیوالو چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu