په پکتیا ولایت کې د همغږي یوه ستره ولسي غونډه جوړه شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۱:۶
خبر

۲۰/۶/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې له قومي مشرانو، دیني عالمانو او د ولایتي ادارو له مسؤلینو سره یوه ستره ولسي غونډه جوړه شوه. 
 
په دغه غونډه کې د ولسونو په استازولي له مرکز او ولسوالیو څخه راغلیو قومي مشرانو خبرې وکړې ویې ویل: هیچا ته اجازه نه ورکوو، چې بیا دلته پردي فکرونه راوړي او د نظام پر وړاندې خلک وهڅوي. دوی له حکومت څخه ساتنه خپله وجیبه وبلله او د اسلامي امارت له مسؤلنیو څخه یې د غربي تبلیغاتو د مخنیوي غوښتنه وکړه. 

ورپسې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني د ولسونو همکاري او د اشغال پر وړاندې مبارزه د اشغالګرو د ماتي لامل یاد کړ او خپلواکي یې یو لوی نعمت یاد کړ. 

په پای کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد اخند د تېرې نا امنۍ یادونه وکړه، آزادي یې د الله ج یو ستر نعمت وباله او ویې ویل: په اسلامي نظام کې د انسانانو څه چې د حیواناتو حقوق هم محفوظ وي او دا پر افغان ولس د الله تعالی (ج) یوه لویه لورینه ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۹:۱۴
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير الحاج ملا نورالله نوري د کابل ولايت د بېلابېلو ناحيو او ولسواليو له قومي مشرانو سره وکتل

سه شنبه ۱۴۴۶/۸/۵

د کابل ولایت د والي الحاج امین الله عبید په مشري د یاد ولایت د اوو ولسوالیو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر الحاج ملا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۸:۴۲
Background image

په پلازمېنه کابل کې له سلګونه دیني عالمانو او قومي مخورو سره ولسي غونډه تر سره شوه

 

سه شنبه ۱۴۴۶/۷/۲۷
په پلازمېنه کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام ولسي غونډه په داسې حال کې تر سره شوه چې پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۸:۴۴
Background image

په هرات کې د ۸ کلنې شخړې ترڅنګ يوه بله شخړه هم هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۴۴۶/۷/۲۲

د هرات ولايت په کشک کوهنه ولسوالۍ کې د نورزي قوم د دوو کورنيو ترمنځ هغه راپورته شوې شخړه هواره شوه، چې له دواړو لوريو څخه په کې دوه تنه وژل شوي، څو تنه ټپيان او. . .

BACK TO NEWS